ایکنانیوز د عرب نیوز له قوله راپور راکړ النوری جومات چې مخینه ئې د دولسمې میلادی پیړۍ ته رسیږي، داعش تکفیری ترهه ګرې دلې د ۲۰۱۷ کال په جون کې په بمونو سره په کنډوالې بدل کړی ؤ.
یونیسکو ادارې ددغه جومات د مینارې د بیا رغونې یو فیلم چې د داعشیانو په وسیله له ړنګیدا اوه کاله وروسته بیا رغول شوی،هم شیِّئر کړی دی.
د یونیسکو ادارې له خوا په خپرې شوي ویډیو کې د موصل جومات څخه له فضا اخستل شوي انځورونه شامل دي چې ښئ میناره ئې د بشپړتیا په حال کې ده.
یوینسکو ادارې په هغه پیغام کې چې له دغې ویډیو سره یوځاي په ایکس ټولنیزچینل کې خپور شوی لیکلی شوي دي، وګورئ چې په موصل کې الحدبه سبمولیک میناره یوځل بیا ځان ښئ . ډیر زر به دغه تاریخي جومات په ښار کې بیا خپل حقیقي ځائيګی ومومي . په لوړې او پلَنې مینارې سره. یونیسکو ادارې په دغې خبرتیا کې وئیلي دي، چې تمه کیږي، ددغه جومات او ۵۱میټره لوړې مینارې مرمت به ددسمبر تر وروستیو پورې پاي ته ورسیږي.
د نوري جومات وجه تسمیّه د هغه جوړونکي یعني نورالدین زنګي ته ورګرځي چې په ۱۱۷۲ کال کې ئې بنیاد کیښودلی ؤ. په ۱۹۴۲ کال کې دغه جومات چې ړنګ شوی ؤ بیرته رغول شوی دی. بیا په ۲۰۱۴کال کې دعراق پر ځينو برخو د داعش تکفیري ترهه ګرې ډلې له مسلط کیدا وروسته ددغې ترهه ګرې او جنایتکارې ډلېرهبر ابوبکر البغدادي ،ددغه جومات له داخله د خپل تش په نامې خلافت اعلان کړ.دغه جومات په ۲۰۱۷ کال کې داعشیانو په کنډوالې بدل کړ.
یونیسکو ادارې له ۲۰۱۹ کال څجخه کابو سل میلیون ډالر چې له هغو نیمه برخه متحده عربی اماراتو تامین کړې، ددغه جومات د احیاء لپاره غونډ شول اوتمه کیږي،چې د جومات د تعمیراتو عملیات د ۲۰۲۴ کال تر پاي پورې بشپړ شي.
د جومات مرمت کول،د موصل د روح د احیاء د پروژې یوه برخه ده چې په هغو کې دوې کلیساګانې او نور تاریخي ځایونه هم شامل دي او بیا رغونې ئې کیږي. یونیسکو ادارې د موصل د روح داحیاء د پروژې اجرا ته په اشارې سره وئيلي دي؛له دغې پروژې سره یوځاي کیدا د موصل د اوسیدونکو په ژوند کې د بدلون او د داعشیانو له لاسه له آزادۍ وروسته ددوي د ښار د ودانیو د بیا رغونې لپاره له دوي سره مرسته ده.